د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح نن په یوې خبري ناسته کې وویل چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۵۲۹ سمپلونه ټسټ شوي دي چې له دې منځه ۲۵۳ یې مثبتې دي.
د نویو پیښو له منځه ۷۱ په هرات،۴۳ په بلخ،۳۹ په ننګرهار،۲۴ په تخار،۲۲ په جوزجان،۱۶ په پکتیا،۱۱ په لغمان،۱۱ په کندز،۸ په غزني،۴ په کابل،۱په بامیان،۱ په پنجشیر،۱ په کنړ او یوه پیښه هم په نورستان ولایتونو کې ثبت شوې ده.
په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۶ کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی چې دوه یې په پنجشیر،یو په کابل،یو په بلخ،یو په لغمان او یو هم په جوزجان ولایتونو کې دي او ۲۹ نور هم روغ شوي دي.
د نویو پیښو په ثبت سره په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پیښو شمیر هم ۴۰۳۱ ته ورسید چې له دې منځه بیا ۱۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۰۲ تنه هم روغ شوي دي.