1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هیواد کې د کرونا ویروس ۷۹۱ نوې مثبتې پیښې ثبت شوې

کوید-19
07 Jun 2020

د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې د هیواد په ۱۹ ولایتونو کې د کرونا ویروس ۷۹۱ نوې مثبتې پیښې ثبت شوې دي.

د روغتیا وزارت وایي چې په تیرې یوې شپې او ورځ کې په کووید۱۹ ۳۰ اخته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۵ هم روغ شوي دي چې مړینې لوړه کچه هم په کابل کې ده.

د نویو پیښو له منځه  ۳۱۳ په کابل،۱۲۸ په خوست،۹۴ په هرات، ۷ په بلخ،۱۸ په ننګرهار،۱ په لوګر،۴۹ په نیمروز،۱۱ په پروان، ۷ په کنړ،۹ په جوزجان،۱۷ په فاریاب،۴ په غور،۶ په هلمند،۸ په پنجشیر،۶ په بدخشان،۱۲ په زابل او ۸ هم په نورستان کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت وایي د نویو پیښو په ثبت سره په هیواد کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پیښې ۲۰۳۴۲ ته رسیږي چې له دې منځه بیا ۳۵۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸۷۵ هم روغ شوي دي.