د روغتیا وزارت وایي د ۵۸۱ نویو پيښو له ثبتیدو سره، په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو ټولیز شمیر ۷۶۵۳ ته ورسید.
په کابل کې ۱۶۵ پيښې، په ننګرهار کې ۱۳۴، په بلخ کې ۵۵، په هرات کې ۳۰، په لغمان کې ۲۹، په سمنګان کې ۲۳، په غزني کې ۲۱، په کنړ کې ۱۶، په سرپل کې ۱۵، په بادغیس کې ۱۳، په تخار کې ۱۲، په پنجشیز کې ۹، په بغلان، په کندز او پروان کې ۴-۴، په پکتیکا کې ۳، په خوست کې ۲، په دایکندي، وردک او بدخشان ولایتونو کې یوه-یوه پیښې ثبت شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د شمیرنو پر بنسټ، په تیرو ۲۴ ګړیو کې د کووید-۱۹ ناروغې له کبله پنځه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۴۹ تنه نور هم روغ شوي چې د قربانیانو شمیر ۱۸۷ تنه او د روغ شويو کسانو شمیر هم ۸۵۰ تنو ته رسیدلی.