1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هیواد کې د کووید-۱۹ مثبتې پیښې ۱۴۵ ته ورسیدې

کرونا ۴
30 Mar 2020

په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیر ۱۴۵ ته لوړ شو.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي، په تیرو ۲۴ ګړیو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۲۵ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند په وینا، د نویو پیښو تر منځ ۲۲ په هرات ولایت کې، دوه پیښې هم په کابل او یوه پیښه هم په بدخشان ولایت کې ثبت شوي.

دمګړۍ په هرات ولایت کې ۱۰۶ پیښې، په کابل کې شپږ پیښې، په فراه کې پنځه پیښې، په سمنګان کې څلور پیښې، په نیمروز کې څلورو پیښې، په لوګر کې درې پیښې، په بلخ کې درې پیښې، په زابل کې دوه پیښې او په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم، یوه- یوه مثبتې  پیښې ثبت شوي دي، چې د څلورو بهرنیو ځواکونو په ګډون، په افغانستان کې د کرونا ویروس  د مثبو پیښو شمیر ۱۴۵ ته رسیږي.

مخکې له دې د عامې روغتیا وزارت هیښتیا ورکړې وه چې د کرونا ویروس  اړوند د نه پاملرنې په صورت کې، د هیواد نیم نفوس به په دې ویروس اخته شي.