د عامې روغتیا وزارت په هیواد کې د کرونا ویروس د ۶۸۵ مثبتو پيښو له ثبتدیدو خبر ورکوي.
د هیواد د عامې روغتیا وزارت وایي په تیرو ۲۴ ګړیو کې د ۱۱۲۸ شکمنو نښو ترمنځ ۶۸۴ پیښې په ۱۳ ولایتونو کې مثبتې ثبت شوي دي.
د دې وزارت د شمیرنو پر بنسټ په کابل کې ۳۳۹ پيښې، په هرات کې ۹۶، په ننګرهار کې ۹۵، په نمیروز کې ۲۵، په کنړ کې ۱۸، په کندهار کې ۱۳، په فراه کې ۱۲، په تخار کې ۸، په ارزګان کې ۷ ، په بادغیس کې ۶، په زابل کې او بدخشان کې ۴-۴، او په پروان کې هم ۳ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.
په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۲۱ تنو په کابل، هرات، نیمروز، زابل، بادغیس او هلمند ولایتونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۲۴ تنه هم روغ شوي دي.
په هیواد کې د کرونا ویروس ټولیز شمیر ۲۲۱۴۳ ته ورسید. چې له دې منځه ۴۰۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۹۷۵ تنه هم روغ شوي دي.