1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هیواد کې د ۶۸۰ نویو مثبتو پیښو ثبت

کوید-19
31 May 2020

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ویروس ۶۸۰ نوې مثبتې پیښې ثبت شوې دي.

د دې وزارت د ویناو پر بنسټ همدا شان په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۵ نور روغ شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمیرنو پر بنسټ په تیرې یوې شپې او ورځ کې ډیرې پیښې په کابل،بلخ،هرات،تخار او سمنګان ولایتونو کې ثبت ثبت شوې دي.

د نویو پیښو په ثبت سره په افغانستان کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پيښې ۱۵ زره او ۲۰۵ تنو ته رسیږي چې له دې منځ بیا تر دمګړۍ ۲۵۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳۲۸ نور روغ شوي دي.