1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هیواد کې په تیر یوه کال کې د څارویو درې میلیونه پوستکو تولید

1 پوست
30 May 2021

افغانستان په تیر یوه کال کې د څارویو نږدې درې میلیونه پوستکي تولید کړي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت په هیواد کې د څارویو تولید ډیرښت ته په ګوتڅنډنې سره په تیر یوه کال کې د هیواد په کچه د دوه ملیونه او ۸۰۰ زره پوستکو له تولید څخه خبر ورکوي.

سرپل، پروان، بغلان، فاریاب، بلخ، کندز، غزنی ،هرات، فراه او کندهار ولایتونه په هیواد کې د څارویو د پوستکو اصلي تولید کوونکي دي خو د کرنې وزارت بیا وايي چې ډيری تولید د هیواد په شمالي ولایتونو کې دی.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند فواد احمدي هم په داسې حال کې چې د څارویو د پوستکو د صادراتو له کچې څه نه وايي خو ټينګار لري چې د دې توکو یوه برخه له هیواد څخه بهر صادره شوې او یوه لویه برخه یې په هیواد کې دننه لګول شوې ده.

په بلخ کې د پوستکو یوشمیر صنعت کاران، د دې صنعت د کار او بار له منفي وضعیت او د خپل کار پر وړاندې د حکومت بې غورۍ څخه نیوکه لري.

له دې سره د سوداګرۍ او صنعت وزارت له هیواد څخه بهر د څارویو د پوستکو د صادراتو په اړه کره شمیر نه ورکوي، خو ټینګار کوي چې  د دې تولیداتو لویه برخه په هیواد کې دننه پیرل او لګول کیږي.

په هیواد کې دننه د څارویو پوستکي ډيری د قره قل، بالاپوش، بوټانو او دستکول په جوړیدو کې کارول کیږي چې دهیواد والو په وینا ډیر کیفیت لري خو د ډیر لګښت له کبله لږ کسان یې اخلي.

د نورو پوستکو ترڅنګ، د قره قل پوستکي په هیواد کې دننه او بهر له ځانګړي شهرت څخه برخمن دي، خو هغه کسان چې په دې برخه کې کار کوي په هیواد کې د چرم او پوستکو له رکود سره مخ کیدو څخه اندیښمن دي.

له دې سره صنعت کاران په دې برخه کې له حکومت څخه د همکارۍ غوښتونکی دي.