د عامې روغتیا وزارت وایې چې لاهم ۳۷ سلنه ماشومان په هیواد کې له خوار ځواکۍ سره مخامخ دي.
د عامې روغتیا وزیر د ځواک او امنیت ملي اجنډا په ناسته کې ویلي دي، چې په خوار ځواکۍ اخته ماشومانو کچه له ۶۰ سلنې ۳۶ سلنې ته راټیټه شوې ده خو لاهم دا شمیرنه لوړه ده.
له بلی خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي دي چې دا وزارت له خوار ځواکۍ سره په مبارزې کې د عامې پوهاوۍ په برخه کې همکاري کوي.
د اپه داسي حال کې ده چې په افغانستان کې د یونسف د ادارې مسولین وایی؛ دوی د ټول افغانستان په کچه د خوارځواکۍ د له منځه وړلو لپاره د تشخیص مرکزونه جوړ کړی او د خوارځواکۍ په ناروغی اخته ماشومانو ته خوراکی مواد هم ویشی.
آرزو خبرې سایټ – وحیده لوراند