1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هیواد کې په دوو تیرو میاشتو کې د ۴۹ زرو تنو بیځایه کیدل

اوچا
24 Mar 2021

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو د همغږې دفتر یا اوچا ګزارش ورکړی چې د روان میلادي کال په دوو لومړیو میاشتو کې د هیواد په ۱۷ ولایتونو کې ۴۹ زره تنه د جګړې او ناکرارې له کبله خپل کورونه پریښي دي.

په دې ګزارش کې راغلي چې په ننګرهار،کندهار،فراه،بادغیس،نیمروز،هرات،سرپل،هلمند،سمنګان،بدخشان،بغلان،کنړ،تخار،کندز،کابل،بلخ او لغمان ولایتونو کې جګړه د دې لامل شوی چې لسګونه زره تنه بیځایه شوي.

دا ګزارش زیاتوي چې ډیرې بیځایه شوي د جګړې او اوزګارتیا له کبله خپل اصلي سیمو ته ندي تللي او لاهم د ژوند په بد حالت کې پر سر وړي.