د لوړو زده کړو وزارت وایي چې په ټولو تحصیلي بنسټونو کې د زده کړیالانو حضوري درسونه په تدریجي بڼه پیلیږي.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند، حامد عبیدي، نن (دوه نۍ، زمري دویمه)، وویل چې دا پریکړه د عامې روغتیا وزارت د ګزارش پر بنسټ شوې ده.
د هغه په وینا، دا بهیر له هغو ولایتونو پيلیږي چې په کرونا ویروس د اخته کسانو کچه یې له ۳۵ سلنه ټیټه وي. ښاغلی عبیدي ټینګار کوي چې په دې ولایتونو کې ټول زده کړیالان به واکسین هم شی.
له دې سره هم مهاله، د پوهنې وزارت هم د هیواد په ښوونځیو کې د کلنیو او څلورنیم میاشتنیو آزموینو د بهیر د پیل خبر ورکړی دی.
د پوهنې وزارت ویانده، نجیبه آرین په دې اړه وایي چې د ۱۴۰۰ ښوونیز کال کلنۍ آزموینې چې په تودو سیمو کې نوې بشپړې شوې او د سړو سیمو څلورنیم میاشتنۍ آزموینې د زمري میاشتې په شپږمه او د روغتیایي سپارښتنو په پام کې نیولو سره ترسره کیږي.
پوهنتونونه او ښوونیز او روزنیز مرکزونه د کرونا ویروس د دریمې څپې د خپریدو د مخنیوي په موخه، د غبرګولي له اتمې راپدیخوا تړل شوي وو.
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت هیښتیا ورکړې چې په تیرو ورځو کې د خلکو د نه پاملرنې له کبله، د روانې اونۍ ترپایه د کرونا د پيښو د ډیریدو اټکل شتون لري.
له دې ټولو سره، د رسمي شمیرنو پر بنسټ، یوازې په تیرو څلورویشتو ګړیو کې، ۳۲ تنو د کرونا ویروس له کبله ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰۳ نوې مثبتې پيښې هم ثبت شوې دي.