په افغانستان کې په کرونا ویروس اخته کسانو شمیر ۴۸۴ کسانو ته لوړ شوی دی.
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز نن (پنځه نۍ د وري ۲۱/اپریل ۹) په یوې خبري ناسته کې وویل چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۴۰ نوې مثبتې پیښې په کابل کې د کرونا تشخیصیه آزمښت ځای کې ثبت شوې دي.
د روغتیا وزارت د شمیرنو پر بنسټ،د نویو پیښو له منځه ۱۰ یې په کابل،۱۴ په نیمروز،۷ په کندهار،۴ په پکتیا ۲ په بلخ،۲ په بامیان او یوه هم په لوګر ولایت کې ثبت شوې دي.
په افغانستان کې په کرونا ویروس اخته کسانو له منځه،تر اوسه ۳۲ کسان روغ شوي خو ۱۵ نورو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.