په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پیښې ۶۰۰ کسانو ته رسیدلي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار په یوې خبري ناسته کې وویل چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۵۲ نوې مثبتې پیښې شوې دي.
نوېو پیښو له منځه ۲۸ په کابل،۸ په کندهار،۷ په هرات،۴بلخ،۲ په بامیان او یوه یوه هم په ننګرهار،پکتیا او هلمند ولایتونو کې ثبت شوې دي.
تر اوسه په هیواد کې په کرونا ۱۹ اخته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۸ نور بیرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت هیښتیا ورکوي چې که چیری خلک د دې وزارت سپارښتنو ته پاملرنه ونه کړي،دا شمیر به د هرې ورځې په تیریدو سره لوړ شي.