| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په هیواد کې ګټې اخیستنې ته د څه باندې لس زره کرنیزو پروژو سپارلو پیل
19 May 2021
د کرنې وزارت په روانه اوونۍ کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت ۱۰ زره او ۶۸۵ پروژو له بشپړیدو او ګټې اخیستنې ته له سپارلو خبر ورکوي.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي چې په دې پروژو کې سړې خونې، زیرمتونونه، ممیزخونې او وچوونکې دستګاوې شاملې دي چې څه بندې پنځه میلیارده او ۶۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او د هیواد په ډيریو ولایتونو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ښاغلی رستمي زیاتوي چې د دې پروژو په پلې کیدو سره به ۲۵۰ زره اوزګاره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

په همدې حال کې یوشمیر کروندګر وايي چې د حکومت دا ګام کولی شي د کرنیزو پیداوارو له خوسا کیدو مخنیوی وکړي، او هغه په ښه بیه وپلوري.
د کرنې وزارت په وینا، دا پروژې کولی شي، د وارداتو په کمښت او صادراتو او د دولت عایداتو ډيریدو په برخه کې ګټور تمام شي او همدا شان خوراکي خونديتوب او کروندګرو اقتصادي وده کې مثبت اغیز وکړي.
