په افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۷۱ نوې مثبتې پیښې ثبت شوې.
د عامې روغتیا وزارت د شمیرنو پر بنسټ په تیرو ۲۴ ګړیو کې د هیواد په ۱۳ ولایتونو کې ۱۷۱ نوې مثبتې پیښې ثبت شوې دي چې له دې سره په هیواد کې د دې ویروس ټولې پیښې ۳۵۶۳ ته ورسیدې.
د نویو پیښو له منځه ۴۵ په هرات،۳۴ په کابل،۱۸ په پکتیا،۱۶ په کندهار،۱۵ په بادغیس،۱۳ په بامیان،۱۰ په غزني،۹ په میدان وردک،۳ په بدخشان،۳ په پنجشیر،۲ په لوګر۲ په زابل او یوه هم په خوست ولایت کې ثبت شوې دي.
د روغتیا وزارت وایي په تیرو ۲۴ ګړیو کې د دې ویروس له کبله یوه کس په بلخ او یوه هم په لوګر ولایت کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۸ تنه روغ شوي دي چې له دې سره بیا په هیواد کې د مړه شویو کسانو شمیر ۱۰۶ او روغ شويو کسانو شمیر هم ۴۶۸ کسانو ته رسیږي.