په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیر ۴۰ ته رسیدلې دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وایي په تیرو ۲۴ ګړیو کې، د کرونا ویروس شپږ نوې مثبتې پيښې ثبت شوي چې په هرات ولایت کې درې پیښې، په فراه کې دوه پیښې او یوه بله پیښه هم په غور ولایت کې ثبت شوې ده.
دمګړۍ په هرات کې ۲۱ مثبتې پیښې، په سمنګان کې درې پیښې، په کابل کې دوه پیښې، په زابل کې دوه پيښې، په لوګر کې دوه پیښې، په بلخ کې دوه پیښې، په فراه کې هم دوه پیښې او په کندهار، دایکندي، غور، کاپیسا، غزني او بادغیس ولایتونو کې یوه- یوه مثبته پیښه ثبت شوې ده.
په همدې حال کې، د بلخ د عامې روغتیا پازوال وایي هغه کس چې په دې ولایت کې تیره ورځ د عامې روغتیا وزارت له خوا یې د آزمایښت پایله مثبته اعلان شوه، درې ورځې مخکې د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې مړ شوی دی.
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز تیره ورځ په یوه خبري ناسته کې د هرات د قرنطین کیدلو غوښتنه وکړه.
ښاغلي فیروز همداشان ټينګار وکړ چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه، په ټول هیواد کې له ګڼه ګوڼو مخنیوی وشي.