د عامې روغتیا وزارت وایي چې د نویو پیښو په ثبت سره په هیواد کې د کرونا ویروس ټولې پیښې ۲۴ زره او ۱۰۲ کسانو ته رسیږي.
د دې وزارت د شمیرنو پر بنسټ په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۲۵۳ نوې پیښې په کابل،۷۴ په بلخ،۴۳ په ننګرهار،۲۸ په تخار،۲۳ په بامیان،۲۳ په کندهار،۲۲ په بغلان،۲۰ په میدان وردک،۱۷ په کنړ،۱۲ په لوګر،۹ په زابل،۸ په نیمروز،۸ په غزني،۵ په هلمند،۳ په لغمان او ۲ هم په ارزګان ولایت کې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت په وینا په تیرو ۲۴ ګړیو کې همدا راز ۲۷۳ کسان روغ شوي او پنځو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې د مړو شمیر ۴۵۱ او روغ شویو کسانو شمیر هم ۴۲۰۱ تنو ته رسیږي.