1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ولایتونو کې د کرونا د تشخیصي بستو په نشتون نیوکې

کرونا-5-1536x863
19 Apr 2020

د بلخ او هرات ولایتونو د عامې روغتیا پازوال وایي چې د تشخیصي بستو د کمښت له کبله، په دې ولایتونو کې د کرونا ویروس د آزمیښتځایونو چارې ټکنې دي.

 

که څه هم د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه جدي او هراړخیزو هڅو ته اړتیا لري، خو په هیواد کې د دې ویروس د تشخیص لپاره د تشخیصي بستو کمښت، د کوویډ-۱۹ د خپریدو اندیښنې ډیرې کړې دي.

په وروستیو ورځو کې د کندهار، بلخ او هرات آزمیښتځایونه، د تشخیصي بستو له جدي کمښت سره مخ شوي او د کرونا ویروس د لسګونو اخیستل شویو نمومو آزمیښت هم له همدې کبله ځنډیدلی دی.

د بلخ د عامې روغتیا مشر، خلیل حکمتي په دې اړه وویل چې په بلخ کې د کرونا په تشخیصي آزمیښتځای کې د تشخیصي کیټونو نشتون، د دی لامل شوی چې د دوو ورځو راپدیخوا د دې ولایت د لابراتوار چارې وځنډیږي.

هغه زیاته کړه چې نږدې سل نښې اخیستل شوي چې د تشخیصي بستو په تمه دي.

دوه ورځې وړاندې؛ د کندهار د عامې روغتیا پازوال هم په دې ولایت کې د تشخیصي بستو د پایته رسیدو له کبله اندیښنه ښودلې او له مرکزي حکومت څخه یې په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې وه.

د دې ولایتونو ترڅنګ؛ د هرات سیمه ییز پازوال هم په دې ولایت کې د کوویډ-۱۹ د تجرید په مرکز کې د کرونا د تشخیصي کیټونو د کمښت له کبله انديښمن دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند، محمد رفیق شیرزي وویل، چې د دې ولایت لابراتوارونه د تشخیصي بستو له کمښت سره مخ دي، خو هڅې روانې دي چې ژر تر ژره دې ولایت ته تجهیزات واستول شي.

د عامې روغتیا وزارت هم په دې ولایتونو کې د تشخیصي بستو کمښت مني.

د عامې روغتیا وزارت ویاند، وحیدالله مایار نن (یوه نۍ، وري۳۱/اپریل۱۹)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې تمه ده سبا (دوه نۍ)، هیواد ته د کرونا نږدې ۵ زره تشخیصي بستې راورسیږي.

په زونونو کې د کرونا په آزمیښتځایونو کې د تشخیصي بستو د کمښت ترڅنګ، د یو شمیر ولایتونو پازوال، د اخیستل شویو نښو د پایلو په اعلان کې په ځنډ نیوکه کوي.

له دې ټولو سره؛ تراوسه په هیواد کې د کرونا ویروس ۹۶۶ مثبتې پيښې ثبت شوي، چې له دې ډلې؛ ۳۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او حکومت د هیوادوالو د نه همکارۍ په صورت کې، د دې ویروس د لا خپریدو هیښتیا ورکړې ده.