1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ولسي جرګه کې د استازو نه حضور څخه نیوکې

مجلس-نمایندگان
04 Jan 2020

یوشمیر قانون جوړونکي وایې چې غیرحاضر استازي په خپلو شخصي سوداګریزو بوخت دي او په دې برخه کې اداري پلاوی په بی غورۍ تورنوي.

په نننۍ ناسته ناسته کې(پیلنۍ مرغومي ۱۴مه/جنوري ۴مه) تمه وه ولسي جرګه د بودجې د دو سندونو په ګډون څلور سندونه تصویب کړي،خو د استازو د کم حضور له کبله دا سندونه بی برخلیکه پاتې شول.

اداري پلاوي په نننۍ ناسته کې د استازو حضور ۶۹ کسان اعلان کړل.

د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني وویل:استازو ته خبر ورکړل شوی چې نننی نصاب باید بشپړ وي ترڅو څلور سندونه تصویب شي.دا سندونه ډير مهم دي چې په کې د بودجې دوه سندونه هم شامل دي.خو په نننۍ ناسته کې ۱۴۳ استازي غیر حاضر لرو.

د ولسي جرګې منشي عرفان الله هم وویل چې په دې ناسته کې پنځوس استازي د نا روغۍ او رخصتیو له کبله نه دي جاضر شوي.هغه له اداري پلاوي وغوښتل چې د غیر حاضرو استازو د نا روغۍ او رخصتیو غوښتنې ونه مني.

په دې ناسته کې یوشمیر استازو ادعا وکړه چې هغه استازي چې په دې ناستو کې نه حاضریږي په خپلو شخصي سوداګریو بوخت دي.

د دې جرګې استازی رمضان بشردوست وویل:په یوه ورځ یو میلیون افغانۍ د هغو استازو جیب ته لویږي چې غیرحاضري دي او دا د اداري پلاوی کمزورتیا ده.

ښاغلي بشردوست ټینګار وکړ چې د اداري پلاوي له لوري د قانون نه پلي کیدل د دې لامل شوي ترڅو استازي په جرګه کې د حاضریدو اړوند بی غوري وکړي.

د ولسي جرګې بل استازی الله ګل مجاهد هم په دې ناسته کې ادعا وکړه چې یو شمیر استازي دوه تابعیته لري او دا استازي د خپلو ګټو لپاره ډيری په نورو هیوادونو کې اوسیږي.

په جرګه کې د یو شمیر استازو نه حاضریدو څخه نیوکو وروسته،میر رحمان رحماني له دارالانشا وغوښتل ترڅو دایمي او لنډمهاله غیرحاضر استازو نوملړ جوړ کړي.

په عمومي ناستو کې د استازو نه حضور څخه په داسي حال کې نیوکې کیږي چې د جرګې د ۱۷ م پړاوو له پیل څخه د نږدی یوه کار په تیریدو سره،دا جرګه نه ده توانیدلې د لس هاوو تقنیني سندونو په اړه پریکړه ونیسي.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي