په ولسي جرګه کې د هرات استازې د سیمین بارکزی خور نسرین بارکزی له یوه بل کس سره په بغلان ولایت کې د یوه ماین چاودنې په پایله کې خپل ژوند بایللی دی.
د بغلان د امنیې قومندانۍ وایي چې میرمن بارکزی او د مرکزي بغلان مخکینی ښاروال تیره ورځ له غرمې وروسته (د غویي لومړی) په مرکزي بغلان کې د تیلو په یوه ټانګ کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې په پایله کې مړه او دوه تنه نور هم ټپیان شوي دي.
میرمن بارکزی د لویدیځې حوزې څخه په ولسي جرګه کې یوه له نامزدانو څخه وه خو بغلان ته د هغې د سفر لامل ندې روښانه.
د بغلان د امنیې قومندانۍ که څه هم دا چاودنه د طالبانو کار بولي خو دې ډلې تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.