ټایلند او سنګاپور د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې لپاره په دې دوو هیوادونو کې هر ډول ګڼه ګوڼه منع کړې ده.
د روسیا الیوم د راپور پر بنسټ،ټایلندي او سنګاپوري چارواکو په ورته ګام کې د کرونا ویروس خپریدو پر وړاندې مبارزې او او د لوړ عمر لرونکو کسانو د اخته کیدو مخنیوي لپاره هر ډول کورني لیده کاته،په کورونو او یا هم عمومي ځایونو کې د ملګرو راټولیدنې او همدا شان بیلابیل مراسم منع اعلان کړل.
بانکوک پُسټ ورځپاڼې لیکلي دي چې د ټایلند د روغتیا وزارت هم له ځوانانو غوښتي ترڅو د اوبو پاشلو او نوي کال په جشنونو کې چې د ټایلنډیانو لپاره له ارزښتناکو دودونو څخه دي د خپل پلار،مور او نورو هغو خپلوانو لیدو ته دې نه ځې چې عمر یې ډير وي.
له بلې خوا،د سنګاپور پارلمان دا قانون تیره ورځ (اپریل ۸) په دې هیواد کې د کرونا ویروس مخنیوي او ډیریو مقرراتو وضع کولو په موخه تصویب کړ.
د راپورونو پربنسټ،تر اوسه څه باندې ۲۴۲۳ کسان په ټایلنډ کې په کرونا اخته شوي او ۳۲ کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او همدا شان په سنګاپور کې ۱۶۲۵ کسان په دې ویروس اخته شوي او ۶ کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.