د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلانپاڼه کې ویلي چې په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر، نجیب الله عليخیل لور، سلسله عليخیل، چې تیره ورځ (جمعه، د چنګاښ پنځه ویشتمه)، کور ته د تلو پرمهال تښتول شوې وه، آزاده شوه.
په اعلانپاڼه کې راغلي چې میرمن عليخیل “سخته ربړول شوې” او د تښتوونکو له بند څخه د آزادیدو وروسته، اوس په روغتون کې تر “درملنې لاندې” ده.
د بهرنیو چارو وزارت دا کړنه غندلې او ویلي چې: “په پاکستان کې د ډیپلوماټانو، د هغو د کورنیو د غړو او د سیاسي او قونسلي استازولیو د کارکوونکو د امنیت او خوندیتوب اړون خپله ژوره اندیښنه ښایي.”
د هیواد د ډیپلوماسۍ دستګاه همداراز د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې “د نړیوالو همکاریو او ژمنو له مخې، د افغانستان د سفارت خونې او قونسلګریو د امنیت د ټینګښت او د هیواد د ډیپلوماټانو او د کورنیو د غړو د خوندیتوب لپاره جدي او لازم ګامونه اوچت کړي.”
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې دا سکاله د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت سره څاري او له اسلام آباد څخه غواړي چې د دې پيښې عاملین وپيژني او ورته سزا ورکړی.