1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په پروان او هرات کې د وارداتي بریښنا دوه ستنې په بمونو ویجاړه شوي

447237
08 Jun 2021

د هرات په غوریان او پروان په سالنګ ولسوالیو کې د وارداتي بریښنا دوه ستنې به بمونو الوزول شوې دي.

د افغانستان بریښنا شرکت د سالنګ ولسوالۍ په آهنګران سیمه کې د وارداتي بریښنا یوې ستنې له ویجاړیدو خبر ورکوي.

د دې شرکت پازوال وايي چې له دې چاودنې وروسته د کابل او نورو ولایتونو کې بریښنا پرې شوې ده.

د پازوال په وینا د افغانستان بریښنا شرکت تخنیکي ډله سیمې ته رسیدلې او د ستنې په بیرته رغیدو سره به ډير ژر د کابل او نورو ولایتونو بریښنا بیرته ونښلیږي.

له بلې خوا د هرات د بریښنا ادارې مطبوعاتي پازواله زینب مخسني آرزو ټلویزیون ته وايي چې نن سهار د ۶ بجو په شاوخوا کې د وارداتي بریښنا یوه ستن د دې ولایت د غوریان ولسوالۍ په کمانه سیمه کې په ماین ویجاړه شوې له ایران څخه هرات ته د وارداتي بریښنا د پرې کیدو لامل شوې ده.

میرمن محسني زیاتوي چې تر اوسه روښانه نه ده، چې د دې ستنې بیا رغونه به څومره مهال ونیسي او هرات ته به بریښنا څه مهال ونښلیږي.