په پروان کې د هغو کسانو د راکاږلو په موخه عملیات دوام لري چې تر خاورو لاندې بند پاتې دي.
د راپورونو پربنسټ، دې مرګوني او ویجاړونکې طبیعي پيښې تر اوسه په دې ولایت کې د ۱۱۰ کسانو ژوند اخیستی او لا هم یوشمیر کسان ورک دي او د ژغورنې ډله لاهم د څلورو ورځو په تیریدو سره د خاورې لاندې مړو موندلو په هڅه ده.
پیښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزارت ویلي دي چې د هیواد په ۱۴ ولایتونو کې د وروستیو سیلاوونو بهیدو له کبله قربانیانو شمیر ۱۶۰ تنو ته رسیدلی دی.
د راپورونو پربنسټ ، د هیواد د ۳۴ ولایتونو له منځه ۲۵ ولایت په تیره بیا ختیځ،سویل ختیځ او مرکزي ولایتونه د طبیعي پیښو له لوړ ګواښ سره مخ دي.