1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په پروان کې د سیلابونو په پایله کې د ۱۲۵ تنو مرګ ژوبله

02-2-scaled-1-1536x709
26 Aug 2020

په پروان کې د درنو بارانونو او سیلابونو په پایله کې ۱۲۵ تنه مړه او ټپیان شوي دي.

طبیعي پیښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزارت وایي د لومړنیو شمیرنو پر بنسټ د چاریکار ښار په یو شمیر برخو کې د سیلابونو بهیدو په پایله کې ۴۵ تنه مړه او ۸۰ تنه نور ټپیان شوي.

د سختو ورښتونو له کبله د سیلابونو بهیدل نن سهار (څلورنۍ،وږي۵) پیل شو او د څو ګړیو لپاره یې دوام درلود.

د پروان سیمه ییز پازوال ویلي دي چې د دې طبیعي پیښې له کبله ۳۰۰ استوګنیز کورونه ویجار شوي او د دې طبیعي پيښې له امله د مالي او ځاني تاوانونه زښته ډیر دي.