په پروان ولایت کې د واټ تر غاړې ماین سره د یوه مسافر وړونکي موټر برابریدو له کبله دوو تنو ژوند بایللی او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د پروان د امنې قوماندانۍ له جنايي پیښو سره مبارزې مدیر محمدصادق هاشمي وايي چې نن ( غويي/ثور ۲۰مه) سهار ۶ بجې او ۴۰ دقیقې یو مسافر وړونکی کاسټر ډوله موټر چې له کابل څخه د پروان ولایت شیخ علي ولسوالۍ په لور روان وو، د کابل – پروان پر لویه لار جبل سراج ولسوالۍ په اړوند پل مټک سیمه کې د واټ تر غاړې ماین سره برابر شوی چې په پایله کې یې دوو تنو ژوند بایللی او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
ښاغلي هاشمي زیاتوي چې له دې پیښې وروسته د دې موټر له سورلیو څخه یوه میرمن له خپل ماشوم سره تریتم شوې ده.