1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په پروان کې سیلاوونه؛ د مړو شمیر له ۱۰۰ تنو واوښت

4DCA4658-5404-447B-B1F2-DBCE700379A5_w1200_r1
26 Aug 2020

په پروان ولایت کې د وروستیو سیلاونو په پایله کې د ځان بایلوونکو کسانو شمیر له سلو تنو واوښت؛ تراوسه لسګونه تنه ټپیان هم شته او لسګونه نور بیا تریتم دي.

 

دا ځل د طبیعت قهر، په پروان ولایت کې سلګونه کورنۍ د ویر په تغیر کښینولې.

د پروان ولایت مرکز، چاریکار ښار کې سختو اورښتونو او د سیلاوونو راوتو، چې نن سحار (څلورنۍ، وږي پنځمه)، د پروان اوسیدونکو ته ګواښ پيښ کړ، تراوسه یې په پایله کې نږدې سل تنه مړه شوي او له سلو ډیر هم ټپیان دي.

د پروان د والي ویاندې، وحیده شهکار رسنیو ته ویلي چې د دې ولایت د مرکز اوسنی حالت کړکیچن دی او تراوسه ډیر شمیر وګړي، تر خاورو لاندې پاتې دي.

سیمه ییزو چارواکو همداراز د د دې پيښې په پایله کې د سلګونو کورونو د ویجاړیدو ګزارش هم ورکړی.

د دې پيښې یو زیانمن چې خپله هم ټپي دي، وایي: د کورنۍ اووه غړي مې په دې پيښه کې له لاسه ورکړي دي.

هغه زیاته کړه چې له ډیرو هڅو سره سره ندی توانیدلی چې د خپلې کورنۍ غړي له دې پيښې وژغوري.

د پروان د ولایتي شورا یو  غړي، عبدالمتین قدوسي، آرزو ټلویزیون ته ویلي چې د دې پيښې زیانمنو ته رسیدنه د سیمه ییزې ادارې له وسه لوړه ده.

هغه له حکومت څخه وغوښتل چې د دې پيښې په پایله کې زیانمنو کسانو ته ژر رسیدنه وکړه.

په همدې حال کې، ولسمشرۍ، طبیعي پيښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزارت او نورو اړوندو بنسټونو ته سپارښتنه کړې چې د دې پيښې له زیانمنو سره بیړنۍ مرستې وکړي.

طبیعي پيښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزارت ویاند، احمد تمیم عظیمي وویل چې یو شمیر نقدي مرستې له مرکز څخه دې ولایت ته استول شوي چې زیانمنو ته وویشل شي.

له دې سره هم مهاله؛ طبیعي پيښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزارت په کاپيسا، پنجشیر، میدان وردک، لوګر، پکتیا، پکتیکا، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې هم د سیلاوونو د بهیدو خبر ورکړی دی.