په پروان کې ماین چاودنې په پایله کې ۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې تیره ورځ ( پیلنۍ/شنبه، غبرګولي/جوزا ۸مه) وروسته له غرمې د البیروني پوهنتون د استادانو موټر د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ پر لار د واټ تر غاړې ماین سره برابر شوی دی.
د پروان ولایتي روغتون سرطبیب قاسم سنګین وايي چې په دې پيښه کې ۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د یوې میرمنې په ګډون ۱۳ تنه نور ټپیان شوي چې د درییو تنو حالت نازک دی.
تر اوسه د دې پیښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.