د پروان په مرکز چاریکار کې د یوې چاودنې په پایله کې لږ تر لږه ۲۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۳۰ زیات ټپان شوي دي.
دا چاودنه نن له غرمې مخکې د محمداشرف غني په مشرۍ دولت جوړونکی ټاکنیز ټیم د کمپاین پر مهال رامنځته شوې ده.
د پروان سیمه ییز پازوال وایې دا چاودنه د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې د کمپاین په لومړۍ ور ګې رامنځته شوه.
له بلې خوا،د پیښې شاهدان وایې له دې پیښې وروسته،محمداشرف غني د خلکو تر منځ خپلو ویناوو ته دوام ورکړ.
تر اوسه د دې چاودنې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخستې.
له دې سره هم مهاله نن له غرمې وورسته د کابل مسعود څلور لاره کې هم یو ځانمرګی برید وشو.
تر اوسه د دې برید د مرګ ژوبلې په اړه کره جزیات په لاس کې نشته.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي