1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په پلازمینه کې د هوا د ککړتیا له ډیریدو د چاپیریال ساتنې ادارې هیښتیا

1398101009200288419250964
06 Dec 2020

په کابل کې د هوا د ککړتیا د کچې لوړیدو سره هم مهاله، د ماشوم روغتیا روغتون په دې ولایت کې په تیرې یوې میاشت کې د هوا د ککړتیا له کبله د ناروغیو په پایله کې ۴۰ ماشومانو د مړینې خبر ورکړی.

 

په همدې حال کې د چاپيریال ساتنې ملي اداره هم وایي چې د هوا د ککړتیا کچه د تیرو دوو میاشتو په پرتله څو برابره ډیره شوې او په ناپلان شویو سیمو کې د لوګیو لرونکو توکو ګټنه د دې حالت لامل دی.

د پلازمینې یو شمیر اوسیدونکي هم وایي چې په وروستیو ورځو کې د شپې مهال د هوا ککړتیا ډیریږي او حکومت یې هم پر وړاندې بې غوره دی.

له بلې خوا په کابل کې د ماشوم روغتیا روغتون د چاپیریال ککړتیا له کبله د ماشومانو د مړینې له ډیریدو اندیښنې ښودلو سره، د هوا د ککړتیا له کبله په سینه و بغل ناروغۍ د ۳زرو ماشومانو د اخته کیدو خبر ورکوي.

له دې سره د چاپیریال ساتنې اداره وایي چې په روان کال کې د هوا د ککړتیا له کبله، د چاپیریال ۵زره ککړونکې سرچینې یې پيژندلې دي.

د سړوښې موسم رارسیدو سره، د هیواد په لویو ښارونو او په ځانګړې توګه د پلازمینې د هوا د ککړتیا کچه لوړه شوې ده.