1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په پکتیا کې د ۱۲ کړیو مایونو شنډیدل

3
14 Sep 2020

د ملي دفاع وزارت په پکتیا ولایت کې د ۱۲ کړیو مایونو له شنډیدو خبر ورکوي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې، د دې ولایت په دوو ولسوالیو کې ۱۲ کړۍ مایونونه چې د ترهګرو له لوري خښ شوي وو، د امنیتي ځواکونو له لوري تر موندلو وروسته شنډ شول.

په همدې حال کې امنیتي ځواکونو د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې هم  یو کړۍ ماین له شنډ کړی دی.

د هیواد په بیلابیلو برخو کې د واټ تر غاړې ماین چاودنې ډیرې شوې دي چې ډیر کله له ولسي کسانو قرباني اخلي او د هیواد والو اندیښنې یې هم ډیرې کړې دي.