1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په پکتیا کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي

Paktia
09 May 2020

د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د پولیسو ځانګړو ځواکونو تیره شپه د پکتیا احمدآباد ولسوالۍ بورګې کلي کې عملیات په لاره واچول چې په پایله کې یې ۷ وسله وال طالبان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې د  طالبانو د ډلې د چړسو یوه فابریکه هم له منځه وړل شوې او له دې کارخونې ۱۳۵۰۰کیلوګرامه اومه چړس،۱۵۰۰ کیلوګرامه بنګ دانې،۵۰۰ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي،درې میله وسلې او درې موټرسایکلونه د پولیس ځواکونو لاسته لویدلي دي.