1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په پکتیکا کې د بیلابیلو جرمونو په تړاو د ۱۸ کسانو نیونه

84398874_1612018915602666_8101573596146565120_o
25 Feb 2020

په تیره یوه اوونۍ کې، ۱۸ کسان د بیلابیلو جرمونو په تړاو د پکتیکا له ولایت څخه نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې له نیول شویو کسانو څخه ۷ تنه یې د ۶۱۹ کیلوګرامه نشه یي توکو او یو شمیر وسلو د قاچاق، دوه تنه د یوه کرولا ډوله موټر د غلا، دوه تنه د کمیشنکارۍ، څلور تنه له ګمرکي محصول څخه د تیښتې او درې نور هم په ناقانونه توګه د کانونو د کیندلو په تړاو نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د نیولو شویو کسانو دوسيې د لا ډیرو څيړنو لپاره، عدلې او قضایي بنسټونو ته استول شوې دي.