1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کابل، کندهار او غزنې کې چاودنې؛ له ۲۰ ډیر مړه او ټپیان شوي

04
08 Jul 2020

په کندهار، غزني او کابل ولایتونو کې چاودنو، د غزني د ده یک د پولیسو د مشر په ګډون د ۶ امنیتي ځواکونو ژوند اخیستی او پنځلس تنه نور یې ټپیان کړي.

 

که څه هم د تاوتریخوالي کمښت د دوحې د هوکړه لیک مهمه برخه ده، خو وروستۍ چاودنې د دې برخې د ښکاره نقض ښکارنده دي.

نن سحار (څلورنۍ،چنګاښ۱۸/جولای۸)، د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې موټر بمب چاودنې، د دې ولایت نسبي کراري له منځه یووړه.

د کندهار د پولیسو ویاند، احمدبهیر احمدي آرزو نیوز ته وویل چې دا پيښه د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د پولیسو د مشر کور ته نږدې رامنځته شوې چې په هغه کې درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴ تنه نور د ولسوالۍ د پولیسو د مشر به ګډون ټپیان شوي دي.

هغه زیته کړه چې د دې پيښې ټپیان، ټول پولیس دي.

د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې چاودنې درې تنه ووژل او څوارلس تنه ټپیان کړل

له دې سره سم، د غزني ولایت هم نن سحار د یوې مرګونې چاودنې شاهد وو.

د غزني د والي ویاند، واحدالله جمعه زاده وویل چې د دې ولایت د ده یک ولسوالۍ د پولیس د مشر لیږدوونکی موټر د واټ تر غاړې پر ماین ختلې چې د دې ولسوالۍ د پولیسو د مشر به ګډون درې تنو پوځیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

نن سحار، د کابل په لسمه امنیتي حوزه کې هم د ځای پرځای شوي ماین چاودنې، یوه ښځه ټپي کړې ده.

طالبانو د کندهار او غزني د چاودنو پړه پرغاړه اخیستې.

په وروستیو میاشتو کې چاودنې او په ځانګړې توګه د ځای پرځای شویو ماینونو چاودنو، د هیواد په بیلابیلو برخو د ملکي وګړو او پوځیانو ژوند اخیستې دی.

په بلخ، هرات او بادغیس ولایت کې یو شمیر مدني فعالانو او اوسیدونکو د اعتراضي راټولیدنو په ترڅ کې، په هیواد کې د تاوتریخوالي د کمیدو او د سولې د ټینګیدو غوښتنه کړې ده.