په کابل او ننګرهار ولایتونو کې د ځانمرګي بریدونو او موخه ییزو وژنو په تړاو شپږ تنه ونیول شول.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي څلور تنه چې د طالبانو غړي دي او په ځانمرګي بریدونو او موخه ییزو وژنو کې یې رول درلود تیره شپه (دلیندۍ۱۰) د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د پوځ ځواکونو لخوا ونیول شول.
له بلې خوا، د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل وایي دوه ځانمرګي برید کوونکي چې د کنړ ولایت اصلي اوسیدونکي دي تیره شپه د جلال اباد ښار په اتمه ناحیه کې د ځانمرګي برید هوډ درلود چې موخې ته د رسیدو دمخه نیول شوي دي.
ښاغلي امرخیل زیاته کړه چې د دې کسانو څخه د چاودیدونکو توکو دوه واسکټونه هم د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو لاسته لیودلي دي.