کابل نن سهار هم د دو چاودنو شاهد وو.
د کابل پولیس تاییدوي چې د کابل په خیرخانه سیمه کې پر یوه ټکسي موټر چسپکي ماین چاودنې له کبله، یو کس ټپي شوی دی.
له بلې خوا ویل کیږي چې نن سهار ۷ بجې(قوس/ لیندۍ ۲ مه) یو رنجر ډوله موټر هم په هوايي واټ کې، د یوه ماین د چاودنې موخه وګرځيد.
د راپورونو پر بنسټ، په دې پیښه کې چاته زیان نه دی اوښتی.
له بلې خوا، د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي چې د ولسي کسانو یو موټر تیره ورځ(لیندۍ/قوس لومړۍ ۱) د هرات ــ اسلام قلعه لویې لارې په اوږدو کې د واټ تر غاړې ماین سره برابر شو چې په پایله کې یې درییو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
سیمه ییز پازوال وايي چې دا ماین په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی وو. خو دې ډلې بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.