په کابل او پلخمري کې ماین چاودنې په پایله کې اته تنه مړه او ټپیان شوي دي.
د کابل پولیسو اعلان وکړ چې نن سحار ۷ نیمې بجې(مرغومي ۲۰مه) د کابل ښار لسمې ناحیې د آریا ښارګوټي په درییمه برخه کې یو پرادو ډوله موټر د چسپکي ماین موخه وګرځید چې په کې یو تن ټپي شوی دی.
د دې پیښې په تړاو څو ک نه دي نیول شوي.
له بلې خوا، په پلخمري ښار کې ماین چاودنې له کبله دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د بغلان د پولیس مشرۍ ویاند احمدجاوید بشارت وایي چې ترهګرو پرون ماښام(مرغومي ۱۹مه) د پلخمري ښار روغتون پر واټ یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی وو چې په چاودنې سره یې، دوو ملکي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د یوه پولیس سرتیري په ګډون پنځه نور ټپیان شوي دي.
ښاغلی بشارت وايي چې په دې چاودنه کې د سیمې اوسیدونکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.
تر اوسه د دې پیښو پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.