په کابل پوهنتون د وسله والو بریدګرو د برید دوه ورځې وروسته، زده کړیالان نن (څلورنۍ، لړم ۱۴)، خپلو زده کړو ته ستانه شول.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند، حمید عبیدي رسنیو ته وویل چې د کابل پوهنتون ټولو زده کړیالانو ته خبر ورکړی چې خپلو درسونو ته حاضر شي.
هغه زیاته کړه، نن ډير شمیر زده کړیالان او د کابل پوهنتون استادان حاضر شوي دي.
دې وزارت همداراز ویلي چې له امنیتي بنسټونو سره په همغږۍ د پوهنتون د امنیت ساتنې لپاره جدي تابیاوې نیول شوي.
له بلې خوا، یو شمیر زده کړیالان وایي چې دې برید، پوهنتون ته د راتلو اړوند د دوی د یو شمیر ټولګيوالو روحیه کمزورې کړې ده.
زده کړیالان همداراز له حکومت او په ځانګړې توګه له امنیتي بنسټونو غواړي چې د کابل پوهنتون لپاره جدي امنیتي تابیاوې ونیسي.