د کابل د شکردرې ولسوالۍ په اړوندو کې اورلګیدنې په پایله کې ۷ تنو ژوند بایللی او ۱۴ تنه هم ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د اورلګیدنې له پایته رسیدو خبر ورکوي او وايي چې د لومړنیو شمیرنو پربنسټ په دې پیښه کې ۷ تنو ژوند بایللی او ۱۴ تنه هم ټپیان دي.
ښاغلی آرین زیاتوي چې د دې اورلګیدنې لامل تر اوسه نه دی روښانه او پولیسو په دې اړه څیړنې پیل کړې دي.
دا اورلګیدنه تیره شپه ۹ بجو په شاوخوا کې د شکردرې ولسوالۍ کابل ور ته څیرمه کاریزمیر سیمه کې رامنځته شوه چې په کې د تیلو په لس هاو ټانکرونه هم له منځه تللي دي.