د آسټرالیا، چک جمهوریت، کاناډا، ډنمارک، اروپایي ټولنې استازولۍ، فنلند، فرانسې، ایټالیا، جاپان، کوریا، هالند، د ناټو ستر ملکي استازي، اسبانیا، سویډن، انګلستان او امریکا ډیپلوماټیکو استازولیو په یوې ګډې اعلانپاڼه کې په هیواد کې روانه جګړه او وینه توییدنه د بنسټونو لمنځه وړل او د دوو وروستیو لسیزو د ګډو لاسته راوړنو پر وړاندې ګواښ وغانده.
د دې هیوادونو سیاسي استازولیو همداراز له طالبانو وغوښتل چې بیړني او سراسري اوربند ته غاړه کیږدي.
طالبانو تراوسه په کابل کې د هیوادونو د ډیپلوماټیکو استازولیو د غوښتنې اړوند رسمي ځواب ندی ورکړی.
خو د افغانستان حکومت په کابل کې د بهرنیو هیوادونو د سیاسي استازولیو له دریځ څخه هرکلی کوي.
د ملي روغې جوړې لویې شورا مشر، عبدالله عبدالله د هیوادونو د دې دریځ هرکلي سره ویلي چې د افغانستان دولت د جګړې پایته رسولو، اوربند او په هیواد کې سیاسي حل لارې ته د رسیدو په برخه کې ژمن دی.
ښاغلي عبدالله طالبان بیا په مهال وزنې او د اوسني فرصت په لاسه ورکولو تورن کړي.