1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کابل کې د درې نۍ شپې چاودنې اته تنه وژلي او ۲۰ تنه ټپیان دي

11111111
04 Aug 2021

تیره شپه (درې نۍ، زمري دولسمه)، اته بجې مهال، وسله والو بریدګرو لومړی د کابل په شیرپور سیمه کې د ملي دفاع وزارت واکپال بسم الله محمدي د کور پر وړاندې موټر بمب ته چاودنه ورکړه او وروسته پنځه بریدګرو برید کړی دی.

د دفاع وزارت واکپال د پیښې څو ګړۍ وروسته وویل چې په دې برید کې ده او کورنۍ ته یې تاوان ندی اوښتی.

د ولسي جرګې غړی، عظیم محسني هم وویل چې د چاودنې وروسته، ګڼ بریدګر دده کور ته هم ننوتل او څو موکلینو یې په دې پيښه کې ژوند بایللی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، میرویس ستانکزی وایي چې پنځه بریدګر د پنځو ګړیو وروسته له پښو وغورځول شول.

د هغه په وینا د بریدګرو د برید د پیل وروسته لسګونه تنه، د پولیسو د ځانګړې سرتیرو له لورې ژغورل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د شمیرنو له مخې، په دې پیښه کې د یوې ښځې په ګډون اتو تنو ژوند بایللی او له شلو تنو ډیر هم ټپیان شوي دي.

طالبانو د دې برید پړه پرغاړه اخیستې او دا یې د افغانستان دولت د مشرانو پر وړاندې د غچ اخیستونکو عملیاتو پیل بللی دی.

دا پيښه له بیلابیلو غبرګونونو سره مخامخ شوه؛ ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې طالبانو دا برید د هیوادوالو د الله اکبر د غږ د چوپولو په موخه کړې دی.

له دې سره هم مهاله، د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر په یوې اعلانپاڼه کې، د طالبانو دا برید ناانساني او ظالمانه بللی دی.