1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کابل کې دداعش دیوې څلورکسیزې ډلګۍ نیول کیدل

1255
08 Jul 2019

دملي امنیت ریاست په کابل پوهنتون کې د داعش ډلې یوه څلورکسیزه ډلګۍ نیولې ده .

د ملي امنیت د ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغوکسانو کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځې یو استاد او دوه زده کړیالانو ګدون درلودوو چې لومړی یی  نورو زدکړیالانو ته بلنه ورکوله ترڅو سلفیت ومني او له دې لارې یې دوی دداعش ډلې لیکو ته رابلله.

ددې خبرپاڼې پربنسټ  نیول شوي کسان د کابل د شپږمې حوزې د میوند غیږنیونې د لوبغالې په ترهګریز برید، د اداري سمون کمېسیون د کارکونکو د لیږدوونکې موټر په ځانمرګې برید او د حامدکرزي نړیوال هوایې ډګر په وسله وال برید کې لاس لرلی دی.

دا لومړي کسان ندي چې په کابل پوهنتون کې دداعش ډلي سره د لاس لرلو په تور نیول کیږي،څو موده وړاندی له دی هم د ملي امنیت  ځانګړو ځواکونو د کابل پوهنتون یو استاد له داعش ډلي سره د همکارۍ په تور نیولی وو.

آرزو خبرې سایټ- وحیده لوراند