په کابل کې درې چاودنې، درییو تنو ژوند بایللی او دولس نور ټپیان دي

د کابل پولیسو اعلان وکړ چې تیره ورځ ماښام شپږ نیمې بجې ( کب ۲۵مه) د کابل ښار په درییمې او شپږمې ناحیو کې دوه تونس ډوله موټر د ماین چاودنې موخه وګرځيدل. د دواړو چاودنو پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.