1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کابل کې د آمریکا سفارت؛ واشنګټن په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت د جوړښت ملاتړی نه دی

راس-ویلسون
13 Jan 2021

په کابل کې د آمریکا د سفارت چارسمبالي ویلي دي چې واشنګټن له لنډمهاله (موقت) حکومت څخه ملاتړ نه دی کړی او په افغانستان کې هم د دې حکومت له جوړښته ملاتړ نه کوي، د سولې د خبرو اترو پایلې د افغانستان ولس پورې تړاو لري.

په کابل کې د آمریکا د سفارت چارسمبالي راس ویلسون نن څلورنۍ(مرغومي ۲۴مه) په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي دي وویل چې د سولې د خبرو اترو پایله، د افغانستان ولس پورې تړاو لري او آمریکا په دې هیله ده چې د خبرو اترو پایله باید د دې هیواد د خلکو د هیلو پوره کیدونکې وي.

ښاغلي ویلسون همدا راز زیاته کړه چې هغه او خلیل زاد په دوحه کې خبرو اترو بهیر ګړندي کیدو لپاره له افغانانو سره خبرې کړي او دا خبرې اترې به دوام ولري ترڅو د دوی لیدلوري او اندیښنې واوري.

د آمریکا د سفارت واکپال د خپلو ویناو پر دوام وویل:“ متحده ایالاتونه د سیاسي خبرو اترو له لارې په افغانستان کې جګړو پایته ژمن دی ـ ترڅو دا ډاډ تر لاسه شي چې دا هیواد همدا شان خپلواک،یوموټی او ولسواک پاتې کیږي او له ځان او ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند کوي او کولای شي تیرې ۱۹ کلنې لاسته راوړنې وساتي.”

آمریکا په داسې حال کې له لنډمهاله حکومت څخه د نه ملاتړ اړوند خپل دریځ اعلانوي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د لنډمهاله(موقت) حکومت جوړښت اړوند ګونګسې ډيرې شوې وې. دا ګونکسې کابل ته د خلیل زاد تیرې اوونۍ سفر وروسته ډيرې شوې.

خو ظاهرآ ولسمشرغني له لنډمهاله حکومت سره مخالفت اعلان کړ او د ټاکنو له لارې یې خپل ځایناستي ته د واک پر لیږد ټینګار کړی دی.

له دې ټولو سره، تیره اوونۍ په دوحه کې د افغانانو ترمنځ دویم پړاو خبرې پیل شوې. که څه هم حکومت په خبرو اترو کې اوربند او اوسني جوړښت ساتل خپل لومړیتوب اعلان کړی،  خو طالبان بیا د نظام بدلون پر سر بحث پر لومړیتوب ټينګار لري.