په کابل کې د اوزبیکستان سفیر وایي چې د کابل-تاشکنت ترمنځ په وروستیو کلونو کې سوداګریزه راکړه ورکړه، په بېسارې توګه ډیره شوې ده.
د افغانستان-اوزبیکستان ترمنځ دا ګډ دوه ورځینی نندارتون، نن (څلورنۍ، وري یوولسمه)، په کابل کې جوړ شو.
د دواړو هیوادونو په دې نندارتون کې؛ له خوراکي توکو نیولې تر ودانیزو توکو، روغتیایي وسایلو، زینتي او لبنیاتو پورې نندارې ته وړاندې شول.
یو شمیر سوداګرو چې په دې نندارتون کې ګډون کړی دی، د داشان نندارتونونو جوړیدل د دوی تولیداتو ته د بازارموندنې لپاره ګټور بولي او پر دوام یې ټینګار کوي.
بابر یو له اوزبیکستاني سوداګرو دی چې د داشان نندارتونونو له جوړیدو هرکلی کوي او وایي چې په وروستیو کلونو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې د پام وړ ښې او پراخې شوې دي.
هغه همداراز د کابل-تاشکینت ترمنځ د سوداګریزو اړیکو راتلونکي ته خوښبیني وښوده.
تمنا هم په افغانستان کې له تولیدوونکو څخه ده چې د دې نندارتون له جوړیدو هرکلی کوي او وایي چې د داشان برنامو جوړیدل کولای شي چې د دوی د محصولاتو لپاره ښه بازارموندنه وکړي.
له بلې خوا، په کابل کې د اوزبیکستان سفیر، یادګار خواجه شادمانوف، د افغانستان-اوزبیکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار لري.
هغه زیاته کړه چې دواړو هیوادونو په ۲۰۲۰ کال کې د ۸۰۰ میلیون ډالرو په ارزښټ سوداګریزه راکړه ورکړه لرلې او او هڅه کیږي چې دا کچه تر راتلونکو درییو کلونو دوو میلیارډ ډالرو ته ورسیږي.
مخکې له دې، د افغانستان حکومت تل د مرکزي آسیا له هیوادونو سره د اړیکو پراختیا د هیواد د اقتصادي ودې لپاره حیاتي بللې.
خو خصوصي څانګه د سوداګریزو بنسټونود پیاوړتیا او امنیت ټینګښت په برخه کې د حکومت د جدي پاملرنې غوښتونکي دي.
له دې ټولو سره، افغانستان اوس مهال د اوسپنیزې کرښې، باروړونکې وسایطو او بیړیو په واسطه، له اوزبیکستان سره سوداګریزې راکړې ورکړې لري او د دواړو هیوادونو چارواکو تل د سوداګریزې راکړې ورکړې د کچې په لوړوالي ټینګار کړی دی.