د ملي امنیت شورا وایي، چې دې پلاوی د طالبانو او دولتي بندیانو د خوشې کیدو اړوند د خبرو لپاره، د افغانستان دولت له کاري کمیټې سره لیدلي دي.
د طالبانو د رژیم د نسکوریدو وروسته، په تیرو شلو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د طالبانو یو درې کسیز پلاوی په رسمي توګه کابل ته راغلی دی.
طالبانو ډلې ته نږدې سرچینې وایي چې ملا اختر، ملا ابراهیم او ملافتاح، د طالبانو ډلې د بندیانو د خوشې کیدو د کمیسیون درې غړي دي چې تیره ورځ (درې نۍ، مارچ ۳۱)، د سره صلیب تر څارنې لاندې، د طالبانو او دولتي بندیانو د خوشې کیدو اړوند د خبرو لپاره کابل ته راغلي دي.
د ملي امنیت د شورا ویاند، جاوید فیصل رسنیو ته د دی پخلی کړی چې د طالبانو دې درې کسیز پلاوي په تیرو ۲۴ ګړیو کې، د بندیانو د خوشې کیدو اړوند د افغانستانت دولت له فني او کاري کمیټې سره لیدلي دي.
د هغه په وینا، دواړو لوریو پریکړه کړې چې د دواړو لوریو د بندیانو د خوشې کیدو په تړاو خبرې دوام ومومي.
د سولې د ولسي ټولنې مشر او د طالبانو ډلې مخکیني غړي، سید اکبر آغا په دې اړه وویل چې تمه ده په لومړي پړاو کې، د طالبانو سل بندیان د بګرام له بندخونې او د افغانستان دولت شل بندیانو د طالبانو له لورې خوشې شي.
هغه زیاته کړه: طالبانو به ۲۰ بندیان خوشې کړي چې البته دولتي کسان دي، او د طالبانو سل بندیان چې د حکومت په بندخونو کې دي، په لومړي پړاو کې سره تبادله کیږي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ افغانستان ته د سولې راوستلو د هوکړه لیک پر بنسټ، باید د افغانستان له بندخونو پنځه زره طالب بندیان او د طالبانو له لورې د حکومت زر بندیان خوشې شي. خو د دواړو لوریو ترمنځ د دې بندیانو د خوشې کیدو د څرنګوالي او شمیر پر سر اختلافونو، د افغانانو ترمنځ خبرې چې تمه وه د تیرې زیږدیځې میاشت په لسمه پیل شي، ځنډولې دي.
آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک