| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په کابل کې د امریکا سفارت له خپلو ښاریانو وغوښتل چې افغانستان ته سفر ونکړي
17 Jan 2021
په هیواد کې د ترهګریزو بریدونو او جنایي جرمونو د ډیریدو په لړ کې، د امریکا سفارت په یوې اعلانپاڼه کې له خپلو ښاریانو غوښتي چې افغانستان ته سفر ونکړي.
په کابل کې د امریکا سفارت په اعلانپاڼه کې راغلي: “په وروستیو اوونیو کې، په ټول افغانستان د تروریستي بریدونو، سړې تښتونې، جنايي جرمونو او مدني ناارامیو پېښې زیاتې شوې دي. هوټلونه، هستوګنې مجتمعونه، ملګرو ملتونو سازمانونه، سفارتونه او هغه نورې سیمې، چې د بهرنیو وګړو په ځانګړې توګه متحده ایالاتو د اتباعو د تګ راتګ او تجمع ځای دی، له زیات ګواښ سره مخ دی.”
په کابل کې د امریکا سفارت ټینګار کړی چې افغانستان ته د سفر کولو مشورت په څلورمه درجه (سفر مه کوئ) کې دی.
دې بنسټ همداراز له خپلو امریکایي ښاریانو چې له تیرو څخه په افغانستان کې دي، غوښتي چې باید دا هیواد پریږدي.

