په کابل کې د افغانستان سفیر بهادر امینیان وایي د افغانستان د سولې لار او ورته رسیدل ستونزمن کار دی.
ښاغلی امینیان ټينګار کوي چې په افغانستان کې سولې ته د رسیدو یوازینې لار له سیاسي لارې خبرې اترې دي.
ښاغلي امینیان ایرنا خبري آژانس ته ویلي دي: سوله د افغانستان ورکه شوې پدیده ده او افغانانو هیله لري ترڅو په دې هیواد کې زورواکي او تاوتریخوالی پایته ورسیږي او بهرنيان او پردیان د افغانستان پرخلکو خپل تکل ونه تپي.
په کابل کې د ایران سفیر زیاته کړه چې د افغانستان د خلکو لپاره چاره،سیاسي ډلې، دولت او وسله وال مخالفین نه دي خو دا چې د خبرو اترو د میز تر شا کیني او د خبرو اترو له لارې د بهرنیو د حضور پرته سولې ته ورسیږي.
ښاغلي امینیان وویل : ایران د افغانستان په سوله کې د آسانتیا رامنځته کیدونکی او ملاتړیزه ونډه لري او مونږ د افغانستان دولت او خلکو لپاره پرمختیا او سولې ته چمتو والی لرو.