په کابل کې د ایران سفیر، بهادر امینیان وایي چې د افغانستان دولت او خلک د دوحې د هوکړه لیک په جریان کې نه وو او امریکا په دې سند کې خپلې غوښتنې په افغانستان تپلې دي.
ښاغلي امینیان له آرزو ټلویزیون سره په مرکه کې د امریکا په مشرۍ د سولې په روان بهیر نیوکه کړې او ویلي چې واشنګټن له طالبانو سره په خبرو کې، د خپلو ګټو په لټه دی.
هغه زیاته کړه: یو هیواد چې د نړۍ له هغه کونج څخه، وغواړي چې خپلې ګټې د افغانستان په خلکو او دولت وتپي، له دې کار سره نه سوله راځي او نه به د افغانستان د خلکو په ګټه وي.
په افغانستان کې د ایران دې ستر ډیپلوماټ یادونه وکړه: ”امریکا د افغانستان دولت د حضور پرته، له طالبانو سره هوکړې ته ورسیده؛ د دې هوکړه یوه برخه اعلان شوې نه وه… افغانستان د امریکا مستعمره نه وه چې امریکا دا کار وکړ. آمریکا په څه حق دا هوکړه کړې چې د طالبانو بندیان خوشې شي.“
ښاغلي امینیان د روانې جګړې دوام او په هغه کې د افغانستان د خلکو وژنه خیانت وباله.
د هغه په وینا، په تیر یوه کال کې په افغانستان کې هیڅ بهرنی ندی وژل شوی او له دې وروسته د افغانانو وژنه د نه منلو ده.
په کابل کې د ایران سفیر، که څه هم خبرې د افغانستان د قضیې د هواري یواځینۍ لار وبلله، خو ټینګار یې وکړه چې تهران د سولې په خبرو کې ونډه نه اخلي.
امینیان زیاته کړه: “مونږ له دې قضیې (سولې بهیر)، ملتیا نه کوو؛ ولې مخالفت یې هم نه کوو. دوحې ته لاړو نه چې ګډون وکړو. خو بله هیڅ لار نلرو؛ مګر دا چې طالبان د افغانستان له دولت سره کښیني او خبرې وکړي او له سیاسي لارې او خبرو یوې پایلې ته ورسیږي.”
سیمه ییزې ټلوالې ته رسیدل، په هیواد کې سولې ته د رسیدو لپاره مهمه سکالو بلل کیږي.
په دې وروستیو کې د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر هم د افغانستان د چارواکو او د سولې په چارو کې د ښکیلو هیوادونو په ګډون ناسته کې، سولې ته د رسیدو لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې ټلوالې په پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
عبدالله عبدالله ویلي دي: په افغانستان کې سولې ته د رسیدو لپاره سیمه ییزه او نړیواله ټلواله حتمي ده او د دې سکالو ارزښت درکولو سره، د افغانستان اسلامي جمهوریت د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو د جلب لپاره هڅه کوي. په دې مجازي ناسته کې ستاسې حضور، افغانستان ته ستاسې د ژمنتیا او د سولې له هڅو ستاسې د ملاتړ ښکارنده دی.
د خبرو دویم پړاو چې له نږدې دوو اوونیو راپدیخوا په دوحه کې پیل شوی، تراوسه یې کوم پرمختګ ندی لرلی.
په دې تړاو تازه خبر دا دی چې، د دواړو مرکچي لوریو د پلاویو مشرانو سره لیدلي او د اجنډا پر سر یې خبرې کړي.