1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کابل کې د ایران له سفیر سره د ملي امنیت  د شورا د سلاکار لیدنه

84315459_2829202390477749_5596105420457377792_o
02 Feb 2020

د هیواد د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب، په کابل کې د ایران له سفیر محمد ابراهیم طاهریان سره لیدنه وکړه.

ښاغلي محب ویلي دي چې افغانستان د خپلو ګتو او له ګاوندیو هیوادونو سره د بهرني سیاست د ځانګړي تعریف پر بڼسټ خپلواکې اړیکې لري او تمه ده چې د دواړو هیوادونو اړیکې هم د دې اصل پر بڼسټ پیاوړې شي.

په دې لیدنه کې ابراهیم طاهریان ویلي دي چې یوازې  د افغانانو ترمنځ خبرې اترې په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګیدو لامل ګرځیدلې شي او اړتیا ده چې په دې برخه کې پاملرنه وشي.

ښاغلي طاهریان ټینګار کړی دی چې هیواد یې همداشان له افغانستان سره د دولت-دولت اړیکو غوښتونکی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد، له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ویلي چې له طالبانو سره په خبرو اترو کې د پام وړ پرمختګ ندی شوی.

آرزو نیوز – نجلا مایار