1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کابل کې د بیلابیلو جرمونو په تړاو ۸ کسانو نیول

83943202_1594097457394812_7858434952059158528_n
05 Feb 2020

اته کسان د بیلابیلو جرمونو په تړاو په کابل کې ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا کسان د وژنو، ټپي کولو، د پیسو او ټلفونونو غلاوو او لار نیولو په تور د کابل ښار له بیلابیلو سیمو نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دا کسان د کابل له یوولسمې، دیارلسمې او پنځلسمې ناحیو او بګرامیو ولسوالۍ څخه نیول شوي دي.

د جنایي جرمونو په تړاو غبرګونونو له ډیریدو وروسته، د کورنیو چارو وزارت په پلازمینه کې د جرمونو کمیدو لپاره ډیر سرتیري وګمارل.